په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دوشنبه د لړم په ۲۸مه په کابل کې د جهادي لېسو د طلباء د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي زده کړو په برخه کې وروستي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه: افغان طلباء د حدیث دورې د زده کړو په موخه بهر ته د سفر اړتیا نه لري او په هیواد کې تر لوړې کچې د دیني زده کړو زمینه چمتو شوې ده.
هغه په افغانستان کې د زده کړو په پراختیا او متوازن انکشاف ټینګار وکړ او ویې ویل، د مدرسو زده کوونکي باید د دیني زده کړو ترڅنګ په اداري اصولو او پوهې هم ځانونه سنبال کړي او اړین عصري علوم زده کړي.
د حکومت سياسي مرستيال د لوړو زده کړو په اډانه کې د تخصصاتو د برخې رامنځته کېدل د دیني زده کړو د ودې لپاره ښه فرصت یاد کړ چې باید علماء ترې ګټه واخلي.
د ایرنا د راپور له مخې، د سرپرست حکومت له جوړېدو سره په افغانستان کې څه باندې ۱۲۰ زره دیني مدرسې فعالې شوې.
د پیغام پای/
Your Comment